په واشنګټن کې د افغانستان سفیر حمدالله محب وايي، د امریکا متحده ایالاتو ته د طالبانو لیک د دې ډلې پر ماتې دلالت کوي او دوی باید له افغان ولس څخه بښنه وغواړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالبانو په یوه لس مخیزه پرانستي لیک کې د امریکا له ولس او د دوی په وینا سوله غوښتونکو استازو څخه غوښتي، چې د ټرمپ اداره د سولې خبرو ته وهڅوي.
د طالبانو د دغه لیک په غبرګون کې په امریکا کې د افغانستان سفیر حمدالله محب په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې چې طالبانو خپله ورکه لیدلې او د خپلې ابرو او عزت د ساتلو لپاره د متارکې یا د اوربند په لټه کې دي.
نوموړي ویلي، چې افغانستان تل د سولې لپاره خپله غیږه پرانستې، په ځانګړې توګه د هغو لپاره چې له خپلو کړنو نه یې توبه ایستلي وي او د هغو قساوتونو په خاطر چې پر بیګناه خلکو یې کړي دي عفو وغواړي.
که څه هم طالبانو دا لیک د امریکا د خلکو، خپلواکو ډلو او د متحده ایالاتو سوله غوښتونکو وکیلانو ته لیکلی دی، خو ښاغلی محب وايي، طالبان د خپلو بادارانو په امر دغه لیک استولی دی چې ځان ته ملاتړ راجلب کړي.
د دې لیک په اړه ډېر جزیات نه دي ورکړل شوي، خو لیک لس پاڼې دی او د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له خوا خپور شوی دی.
واشنګتن پوسټ ورځپاڼې ویلي، طالبانو په دې لیک کې امریکایي سناتور راند پاول ته بلنه ورکړې ده، چې د دوی د قطر دفتر ته د خبرو لپاره ورشي.
دوی په دغه لیک کې ویلي، چې د سولې دا وړاندیز دا معنی نه ورکوي چې دوی له جګړې ستړي شوي یا یې اراده کمزورې شوې ده.
طالبانو زیاته کړې، چې د امریکا د هوايي حملو زیاتوالي ان یو انچ خاوره هم د دوی له لاسه نه ده ایستلې.
باید و ویل شي، چې د طالبانو په دې لیک کې د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرو ته اشاره نهده شوې.
دوی دغه لیک امریکايي ولس ته په داسې حال کې لېږي، چې په افغانستان کې د افغان او امریکايي ځواکونو له خوا پر طالبانو هوايي بریدونو زور اخیستی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل