په ابوظبي کې د افغانستان سفارت وايي، په کابل کې د متحده عربي اماراتو سفارت بېرته فعاليت پيل کړى دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې په ابوظبي کې د افغانستان د سفارت فرهنګي اتشې صديق امرخېل زیاته کړې، چې عربي اماراتو ډيپلوماتان کابل ته رسېدلي او خپلې دندې یې پیل کړې دي.
د نوموړي په وینا ټاکل شوې، چې د افغانستان له پاره د متحده عربي اماراتو سفیر هم ډېر ژر وټاکل شي.
هغه دا هم و ویل، چې په اقتصادي او د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې په برخو کې د دواړو هېوادونو تر منځ همکاري په نږدې راتلونکي کې عملي شي.
باید و ویل شي، چې د کابل ښار زنبق څلورلارې ته څېرمه د روان کال د غبرګولي د لسمې د ټانکربم چاودنې وروسته په پلازمېنې کابل کې د عربي متحده اماراتو مسوولينو خپل سفارت وتاړه او کارکوونکي يې دوبۍ ته ولېږل.
جمهورخبري آژانس:کابل