۰

د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند نجیب الله آزاد له دندې لرې کړای شو

چهارشنبه ۲۵ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۵۵
ولسمشرۍ ماڼۍ د دغه ماڼۍ مرستیال ویاند نجیب الله آزاد له خپلې دندې لرې کړی او وايي نور هغه د حکومت په استازیتوب خبرې نه شي کولای.
د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند نجیب الله آزاد له دندې لرې کړای شو
ولسمشرۍ ماڼۍ د دغه ماڼۍ مرستیال ویاند نجیب الله آزاد له خپلې دندې لرې کړی او وايي نور هغه د حکومت په استازیتوب خبرې نه شي کولای.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي وايي، نجیب الله آزاد د اوږدې غیرحاضرۍ له امله له خپلې دندې لرې کړای شوی دی.

نوموړي و ویل، چې ښاغلي آزاد له دې وروسته نه شي کولای په خپلو خبرو کې له حکومت څخه استازیتوب وکړي.

مرتضوي پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي«ټولو رسنۍ او محترم خبریالان دې خبر وي، چې ښاغلي نجیب الله آزاد د اوږده غیابت له کله له خپلې دندې لرې کړای شوی دي، او هغه نور نه شي کولای په خپلو څرګندونو کې د حکومت په استازیتوب خبرې وکړي.»

باید و ویل شي، چې نجیب الله آزاد نېږدې لس میاشتې وړاندې د ولسمشرۍ ماڼۍ د مرستیال ویاند په توګه په دنده ګمارل شوی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي