۰

امنیتي چارواکي فراه کې د ۲۴ طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي

سی شنبه ۲۴ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۴۴
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، په فراه ولایت کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته کې ۲۴ تنه طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
امنیتي چارواکي فراه کې د ۲۴ طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي
 سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، په فراه ولایت کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته کې ۲۴ تنه طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د فراه د امنیه قوماندانۍ ویاند اقبال باهر زیاتوي، چې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته تېره شپه (د سلواغې ۲۳ مه) د فراه ولایت په پشتکو ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې.

نوموړي وايي طالبانو پر امنیتي پوستو بریدونه پیل کړل او غوښتل یې افغان ځواکونو ته تلفات واړوي، خو افغان ځواکونو په متقابل برید لاس پورې او نښته رامنځ ته شوه.

دی زیاتوي، چې په دغه نښته کې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي، خو د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه ونه ویل.

دغه راز نوموړي و ویل، چې د یادې ولسوالۍ په دشت بابوس سیمه کې پر وسله والو طالبانو هوايي برید شوی، چې په کې شپږ طالبان وژل شوي دي.

د فراه د امنیه قوماندانۍ ویاند زیاتوي، چې په دې هوايي برید کې د طالبانو یو عراده موټر او یو شمېر وسلې هم له منځه وړل شوې دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:فراه
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي