۰

کابل کې د داعش ډلې ۸ غړي نیول شوي دي

شنبی ۲۱ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۱۷
د ملي امنیت لوی ریاست وايي، امنیتي ځواکونو پلازمېنه کابل کې د داعش ډلې ۸ غړي نیولي دي.
کابل کې د داعش ډلې ۸ غړي نیول شوي دي
د ملي امنیت لوی ریاست وايي، امنیتي ځواکونو پلازمېنه کابل کې د داعش ډلې ۸ غړي نیولي دي.

د جمهورآژانس د خبر له مخې یاد ریاست نن شنبې د سلواغې ۲۱ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې نیول شویو کسانو په کابل ښار کې داعش ته د ځوانانو د جلب او جذب او دغه راز د ترهګرو فعالیتو د ترسره کولو دنده درلوده.

سرچینه زیاتوي، نیول شوي کسان انجینر جاوید، عزیزالله، بلال، صدیق الله، قدرت الله، ډاکتر اکرام الله، محب الله او ولي محمد نومېږي، چې په خپلو جرمونو یې اعتراف هم کړی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه کسانو داعشې ډلې ته مالي مرستې هم راټولوې او د جوماتونو او مدرسو د جوړولو په نوم یې له خلکو پیسې غوښتي.

دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي، چې نیول شویو کسانو ننګرهار ولایت ته د داعش د غړو په لېږد، د خلکو په ترور، د چاوېدونکو توکو په لېږد، او ماین اېښودلو کې هم لاس درلود.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې هم ملي امنیت ځواکونو د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د قلعه واحد په سیمه کې د داعش ډلې یو مرکز کشف کړی و.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي