۰

جهادي مشر استاد سیاف سعودي عربستان ته تللی دی

شنبی ۲۱ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۳۳
راپورنه وايي، د دعوت اسلامي ګوند مشر او پخوانی جهادي رهبر استاد عبدالرب رسول سیاف سعودي عربستان ته تللی دی.
جهادي مشر استاد سیاف سعودي عربستان ته تللی دی
راپورنه وايي، د دعوت اسلامي ګوند مشر او پخوانی جهادي رهبر استاد عبدالرب رسول سیاف سعودي عربستان ته تللی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي سیاف ته نېږدې سرچینو ویلي چې استاد سیاف به د سعودي له چارواکو سره په اسلامي نړۍ کې پر روانو تاوتریخوالو خبرې اترې وکړي.

د سرچینو په وینا د دغه بحث او خبرو اصلي ټکی به له ترهګرۍ سره پر مبارزې راڅرخي خو دا نه دي ویل شوي، چې ښاغلی سیاف به له کومو سعودي چارواکو سره وګوري.

باید و ویل شي، چې استاد سیاف له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره تر لیدنې وروسته سعودي عربستان ته تللی دی.

ولسمشر غني د استاد سیاف تر څنګ له، انجینر ګلبدین حکمتیار، محمد کریم خلیلي، محمد محقق او یو شمېر نورو پخوانیو جهادي مشرانو سره کتلي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي