د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال حکمت خلیل کرزي په مشرۍ اسلام آباد ته تللی افغان پلاوی له پاکستاني پلاوی سره د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان – پاکستان د عمل پلان پر سر خبرې کوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې افغان پلاوی پرون (جمعه د سلواغې ۲۰ مه) اسلام آباد ته رسېدلی او پر یاد پلان خبرې نن هم دوام لري.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ ناوخته په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې د دواړو خواو ترمنځ خبرې به نن دوام وکړي.
د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان – پاکستان د عمل پلان (APAPPS) له تروریزم سره د مبارزې، د جګړې د کمېدو، سولې او پخلاینې، د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو او د ګډ اقتصادي انکشاف په اړه د دوو هیوادونو د همکارۍ د عمل ګډ پلان دی.
د روانې فبرورۍ په درېمه د پاکستان د باندنیو چارو د مرستیال وزیرې تهمینې جنجوعه په مشرۍ پلاوی کابل ته راغی او په دې پلان یې له افغان چارواکو سره خبرې وکړې.
هغه په مهال د دواړو پلاو تر منځ په ګډه په خبرپاڼه کې ویل شوي و، چې لا هم ځینې برخې شته چې باید پرې خبرې وشي او موافقه پرې وشي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دواړه خواوې ژمنې دي چې پر (APAPPS) یوې موافقې ته تر رسېدو پورې به خبرو ته دوام ورکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل