د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس وايي، د امریکا متحده ایالت د ځان د دفاع لپاره د لا پرمختللو اټومي وسلو په لټه کې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پنس دغه څرګندونې جاپان کې د امریکايي ځواکونو په یوه پوځي اډه کې کړې او ویلي یې دي، امریکا په پام کې لري، چې خپلې اټومي وسلې نوې کړي.
نوموړي ویلي، چې د اټومي وسلو په نوي کولو سره به امریکا خورا پرمختللي ټکنالوژۍ ته لاسرسی ومومي چې، ترې په ګټه اخیستنې به د ځان او خپلو ملګرو هېوادونو پر وړاندې له هر ډول ګواښ نه مخنیوی وکولی شي.
بل خوا راپورونه وايي، د امریکا نظامي دوکتورین د چین او روسیې اټومي وسلې څاري، ځکه چې په خبره یې دوی د روسیې لخوا ځانونه چندان خوندي نه بولي.
د امریکا مرستیال ولسمشر دغه څرګندونې پر داسې مهال کوی، چې څو ورځې وړاندې د چین بهرنیو چارو وزیر ویلي امریکا د خپلې نوې اټومي ستراتېژۍ په اعلان سره نړیواله سوله ګواښي.
جمهورخبري آژانس:کابل