۰

افغان ځواکونو پروان کې د وسله والو پر یوه پټنځای برید کړی

سی شنبه ۱۷ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۴۸
د کورنیو چارو وزارت وايي، افغان امنیتي ځواکونو په پروان ولایت کې د وسله والو مخالفینو پر یوه پټنځای برید کړی او له منځه یې وړی دی.
افغان ځواکونو پروان کې د وسله والو پر یوه پټنځای برید کړی
د کورنیو چارو وزارت وايي، افغان امنیتي ځواکونو په پروان ولایت کې د وسله والو مخالفینو پر یوه پټنځای برید کړی او له منځه یې وړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت نه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې دغه عملیات تېره شپه د سلواغې ۱۷ مه د پروان ولایت د سیاه ګرد ولسوالۍ په خیشکي دره کې تر سره شوي.

سرچینه زیاتوي، چې افغان ځواکونو په یاده دره کې د وسله والو مخالفینو پر یوه پټنځای برید وکړ، چې په ترڅ کې یې ۱۰ وسله وال و وژل شول او مرکز یې له منځه یووړل شو.

خبرپاڼه وایي، په عملیاتو کې د وسله والو مخالینو یوه اندازه وسلې، مهمات او چاودېدونکي توکي چې په دغه مرکز کې ساتل کېدل له منځه وړل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت وایي، وسله والو مخالینو له همدې ځایه په سیاه ګرد ولسوالۍ کې خپل فعالیتونه تنظیم او تر سره کول.

خو وسله والو مخالفینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:پروان
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي