۰

هند د پاکستان د اټومي وسلو د له منځه وړلو ګواښ کړی دی

دوشنبه ۱۶ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۱۱
پاکستاني رسنۍ وايي، د هند پوځي چارواکو پر پاکستان پوځي برید ته چمتوالی ښودلی او د پاکستان د اټومي وسلو د له منځه وړولو ګواښ یې کړی دی.
هند د پاکستان د اټومي وسلو د له منځه وړلو ګواښ کړی دی
پاکستاني رسنۍ وايي، د هند پوځي چارواکو پر پاکستان پوځي برید ته چمتوالی ښودلی او د پاکستان د اټومي وسلو د له منځه وړولو ګواښ یې کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان ډان ورځپاڼې په یوه مطلب کې ویلي، چې پاکستان دا مهال له دریو ستونزو سره مخ دی.

د ورځپاڼې په وینا له یوې خوا پر پاکستان د امریکا فشارونه دي او ترې غواړي، چې په خپله خاوره کې د ترهګرو مرکزونه او پتنځایونه له منځه یوسي او له بلې خوا په کورني سیاست کې له ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.

ورځپاڼه لیکي، چې د دې دواړو تر څنګ د هند له خوا جدي ګواښ بل سرخوږی دی چې پاکستان له ناآرامه کړی دی.

ډان لیکلي هندي پوځي چارواکو پر پاکستان برید ته چمتوالی ښودلی او د پاکستان د اټومي وسلو د له منځه وړولو ګواښ یې کړی دی.

ورځپاڼې له دغه ډنډ څخه د پاکستان د راوتو له پاره تر ټولو غوره لار دا ښودلې، چې پاکستان باید د امریکا پر وړاندې نرمښت وښي.

ډان لیکي د هندوستان غوښتنې دایمې او ستراتېژیکې دي او د امریکا غوښتنه لنډمهاله او یوازې د افغانستان لپاره ده چې منل یې په اوږده موده کې د پاکستان په ګټه ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي