برېښنا شرکت د ولسمشر محمد اشرف غني په امر د لوړ پوړو چارواکو او زورواکو څخه د برېښنا د محصول اخیستلو له پاره یوه کمېټه جوړه کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان برېښنا شرکت وايي، د دې کمېټې مشرۍ د برښنا شرکت تر غاړې ده خو د لویې څارنوالۍ، حج او اوقاف وزارت، مالیې وزارت، کورنیو چارو وزارت، د ملي امنیت د لوی ریاست، د سیمه ییزو اورګانونو د خپلواکې ادارې او له اداري فساد سره د مبارزې د ادارې استازي شامل دي.
باید و ویل شي، یاد شرکت د وزیرانو شورا او دارانشا د عمومي ریاست د پرېکړې پر اساس هڅه کړې، چې د پوروړو کسانو افشار کړي، چې دا کار یې کړی هم دی، خو له دې سره سره هغوی د برېښنا پور نه دی پرې کړی.
د یاد شرکت په وینا زورواکان او د زورواکانو شرکتونه یې څه باندې ۱۰ ملیارده او ۶۰۰ ملیون افغانۍ پوروړي دي.
جمهور خبري آژانس:کابل