راپورونه وايي لوړ پوړي روسي او پاکستاني دیپلومانو افغانستان کې پر روان وضعیت خبرې اترې کړې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه خبرې اترې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال ایګور مورګولوف او د هغه د پاکستاني سیال تسنیم اسلام تر منځ تېره ورځ د سلواغې ۱۱ مه مسکو کې تر سره شوې.
راپورنه زیاتوي، چې دواړو لورو د افغانستان پر روان وضعیت او دغه راز د ترهګرۍ پر ضد پر مبارزې او د روسیې او پاکستان ترمنځ په دوه اړخیزو اړیکو هم غږېدلي دي.
په ورته وخت کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي هېواد یې چمتو دی، چې د افغانستان د سولې په بهیر کې هر ډول همکاري وکړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مریا زاخارووا وايي د اړتیا په صورت کې روسیه چمتو ده، چې د افغانستان د سولې د خبرو کوربتوب وکړي.
نوموړې د امریکا د ولسمشر ټرمپ د دغه څرګندونو چې له طالبانو سره خبرې نه کو، په اړه ویلي پوځي انتخاب د افغانستان د ستونزې د هواري له پاره مناسبه لار نه ده.
جمهورخبري آژانس:کابل