۰
د ملي دفاع وزیر:

دښمن په مخامخ جګړه کې ماته خوړلې او د ولسي وګړو وژلو ته یې مخه کړې

یکشنبه ۸ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۵۴
د افغانستان ملي دفاع وزیر تورن جنرال طارق شاه بهرامي وايي، د افغانستان دښمنانو په مخامخ جګړه کې د افغان ځواکونو پر وړاندې ماته خوړلې او اوس یې د ولسي وګړو مرګ ژوبلې ته مخه کړې ده.
دښمن په مخامخ جګړه کې ماته خوړلې او د ولسي وګړو وژلو ته یې مخه کړې
د افغانستان ملي دفاع وزیر تورن جنرال طارق شاه بهرامي وايي، د افغانستان دښمنانو په مخامخ جګړه کې د افغان ځواکونو پر وړاندې ماته خوړلې او اوس یې د ولسي وګړو مرګ ژوبلې ته مخه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي بهرامي، چې نن یک شنبې د سلواغې ۷مه له کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت له رییس سره کابل کې یوې ګډې خبري غونډې ته خبرې کولې و ویل، چې په دې وروستیو کې پر وسله والو مخالفینو د افغان امنیتي ځواکونو له خوا عملیات ګړندي شوي او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

د هغه په وینا دا چې پر وسله والو د افغان ځواکونو عملیات زیات شوي او هغوی په مخامخ جګړه کې ماته خوړلې نو ځکه پر ملکي ځایونو بریدونه کوي او ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اړوي.

نوموړي پر ټول ولس، او سیاسیون غږ وکړ، چې د خپلو امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي تر څو دښمن ته نورې قوي ضربې هم ورکړي او له بشپړې ماتې سره یې مخ کړي.

ده و ویل، چې افغان امنیتي ځواکونه یوازې له وسله والو طالبانو، داعش او القاعده سره نه بلکې له ۲۰ ترهګرو ډلو سره په جګړه بوخت دي.

بهرامي زیاته کړه افغان ولس او افغان ځواکونه له داسې دښمن او ترهګرو ډلو سره مخ دي، چې د سیمې په کچه استخباراتي او پوځي ملاتړ لري، او موخه یې د افغانستان کمزوري کول دي.

نوموړي د کابل وروستیو بریدونو ته په اشارې سره و ویل، چې افغان امنیتي ځواکونه به د دښمن څخه د ده بریدونو غچ اخلي.

د ملي دفاع وزیر و ویل،  د کابل وروستیو بریدونو وښوده چې  افغانستان او افغانان له داسې دښمن سره مخ دي، چې نه دین پېژني، نه اسلام او نه هېڅ ډول قوانینو ته درناوی لري، خو په وینا یې هغوی د پوه شي، چې په دغه ډول بریدونو به خپلو موخو ته ونه رسېږي.

هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه داعیه پر حقه ده او په خپل ټول توان او مېړانه به له خپل ولس او خپلې خاروې څخه دفاع وکړي.
ده زیاته کړه چې ټول هېوادول باید خپلو امنیتي ځواکونو نه ملاتړ وکړي او د مشکوکو کړنو په اړه امنیتي ځواکونو ته خبر وکړي.
د ملي دفاع په خپلو خبرو کې دغه راز و ویل که زما استعفا د هېوادوالو درد دوا کولی شي، حاضر یم له خپلې دندې استعفا وکړم.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي