کابل کې د تېرې ورځې موټر بم ځانمرګي برید چې په کې ۹۵ تنه وژل شوي او ۱۵۸ نور ټپیان شوي، تند نړیوال غبرګونونه راپارولي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا، اروپايي ټولنې، د ملګرو ملتونو عمومي مشني، د ناټو منشي، امریکا، برېتانیا، هند، جرمني، فرانسې، سعودي عربستان، اماراتو، ایران او پاکستان دغه برید په کلکو ټکو غندلی دی.
د ملګرو ملتونو عمومي مشني انتوني ګوتریش دغه برید غندلی او وايي پر ملکي وګړو برید له نړیوالو بشري حقونو سرغړاوی او د نه بښلو عمل دی.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم ویلي، چې د دې برید پلاوونکي، اجرا کوونکي او مالي ملاتړ کوونکي باید د عدالت منګولو ته راکش او ټول هېوادونه باید د ترهګرو پر وړاندې جدي عمل وکړي.
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشرۍ فدریکا موګریني په یوه اعلامیه کې چې پرون ماسخوتن خپره شوه، لیکلي«دا کارونه د سولې د هڅو او د افغانانو ضد دي. اروپايي ټولنې د افغانستان له حکومت، خلکو او هغو کسانو سره چې سوله غواړي مرسته کړې او همکارۍ به جاري وساتي.»
ډونالډ ټرمپ په کابل کې د دغه خونړي برید په اړه په ځانګړي بیان کې ویلي«زه دا کرغېړنه حمله چې ګڼ شمېر بې ګناه، ملکي وګړي په کې و وژل او لسګونه کسان زخمیان شول غندم. دا قاتلانه حمله زموږ او زموږ د افغان شریکانو تعهد نوی کوي.»
د امریکا ولسمشر زیاته کړې، چې اوس باید ټول هېوادونه د طالبانو او د هغوي د ملاتړ کوونکې ترورېستي زېر بنا پر ضد پرېکنده عمل وکړي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سفیر محمود صیقل ویلي" طالبانو سیمه ييز بادار د افغانستان پر ښاري سیمو حملو ته شدت ورکوي او د نړیوالو دا غوښتنه ردوي چې د ترورېزم ځالې باید لهمنځه یوسي.
صیقل پر ټوېتر لیکلي«د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ښايي چې پر غندنه اکتفا ونهکړي او مخکې تر دې چې لا زیات ملکي افغانان ووژل شي او ټوله سیمه د اور په ګوله بدله شي باید ضروري ګامونه پورته کړي.»
د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر بوریس جان سون په خپله ټوېټر پاڼه دغه برید بوږنونکی بلل او ویې یې دي، چې افغانان د سولې وړ دي.
د هند ولسمشر رام ناټ ګووند پر ټوېټر لیکلي«د ترورېزم له ځواکونو سره په جګړه کې هند اوږه په اوږه د افغانستان د خلکو او حکومت ترڅنګ ولاړ دی»
د سعودي عربستان د دولتي خبري اژانس په حواله، پاچا سلمان بن عبدالعزیز ال سعود پرون ولسمشر محمد اشرف غني ته پیغام استولی او ویلي یې دي«داسې جنایت او له ګناه" ډک عمل غندي.»
د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي متحده عربي امارات په کابل کې د تېرې ورځې ترهګریز برید په کلکو ټکو غندي او هغه د هر ډول اسلامي او انساني اصولو خلاف عمل بولي.
خبرپاڼه زیاتوي چې متحده عربي امارات د هر هغه برید غندنه کوي او هر هغه ترهګریز عمل غندي چې ملکي انسانان پکې وژل کېږي.
سرچینه زیاتوي چې متحده عربي امارات له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغان حکومت تر څنګ ولاړ دي او د افغانستان د ثبات لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.
د المان د بهرنیو چارو وزارت هم د کابل د تېرې ورځې برید غندلی او ویلي یې دي، چې هېواد یې د افغانستان او د افغان ولس تر څنګ ولاړ دی او خپلو مرستو ته به ادامه ورکوي.
فرانسه کې بیا د ایفل برج څراغونه د کابل د وروستۍ پېښې له امله د یوې شپې له پاره ګل و، او دا برید یې غندلی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم دا برید غندلی او له افغانانو سره د خواخوږۍ تر څنګ یې ویلي، چې له افغانستان سره به خپلو همکاریو او مرستو ته دوام ورکوي.
پاکستان هم دا برید غندلی او ویلي یې دي، چې د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له دولتونو سره همکار او متعهد دی.
باید و ویل شي، چې کابل کې تېره ورځ شنبې د سلواغې ۷مه د کورنیو چارو وزارت زړې ودانۍ او د سولې عالي شورا ته څېرمه موټر بم ځانمرګی برید وشوو چې له امله یې ۹۵ تنه وژل شوي او تر ۱۶۰ ډېر ټپیان دي.
د دغه برید مسؤولیت وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل