۰
امریکايي جنرال:

پاکستان به مجبور کړو چې خپل هېواد کې د ترهګرو مرکزونه له منځه یوسي

شنبی ۷ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۳۸
د امریکا د هوايي ځواکونو چارواکي وايي، امریکا به پر پاکستان خپل فشارونه نور هم زیات او دغه هېواد په دې ته مجبور کړي، چې په خپله خاوره کې د ترهګرو مرکزونه له منځه یوسي.
پاکستان به مجبور کړو چې خپل هېواد کې د ترهګرو مرکزونه له منځه یوسي
د امریکا د هوايي ځواکونو چارواکي وايي، امریکا به پر پاکستان خپل فشارونه نور هم زیات او دغه هېواد په دې ته مجبور کړي، چې په خپله خاوره کې د ترهګرو مرکزونه له منځه یوسي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د امریکا د هوايي ځواکوانو قوماندان جنرال جیمز هاکر له یوې خصوصي رسنۍ سره په مرکه کې کړې دي.

نوموړي ویلي، چې امریکا غواړي د ترهګرو پر وړاندې جدي اقدامات تر سره کړي او نور به ورته اجازه ورنکړي، چې له خپلو امنو مرکزونه په افغانستان کې بریدونه تر سره کړي.

دغه امریکايي جنرال زیاته کړې، طالبان په پاکستان کې امن مرکزونه لري، له هغه ځایه جګړه تنظیموي او د نشه يي توکو کار بار هم له همدې ځایه کوي.

د جنرال جیمز هاکر په خبره دوی به پاکستان مجبور کړي، چې په خپل هېواد کې د ترهګرو پټنځایونه او مرکزونه له منځه یوسي او د دغه ډلو له ملاتړه لاس واخلي.

جمهور خبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي