۰

امریکا افغان هوايي ځواک ته څلور نورې بلک هاک چورلکې ورکړې

چهارشنبه ۴ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۴۸
امریکا متحده ایالاتو د کندهار په هوایي لوا کې څلور نورې بلک هاک چورلکې افغان هوايي ځواک ته وسپارلې.
امریکا افغان هوايي ځواک ته څلور نورې بلک هاک چورلکې ورکړې
امریکا متحده ایالاتو د کندهار په هوایي لوا کې څلور نورې بلک هاک چورلکې افغان هوايي ځواک ته وسپارلې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چورلکې تېره ورځ د سلواغې ۳ مه د افغان هوايي ځواک د عمومي قوماندان جنرال محمد شعیب په حضور کې ور وسپارل شوې.

د افغان هوايي ځواک د عمومي قوماندان جنرال محمد شعیب د دغو څلورو نویو بلک هاک هلیکوپټرو په تر لاسه کېدو سره د کندهار په هوايي لوا کې د بلک هاک هلیکوپټرو شمېر ۸ ته ورسېد.

د امریکا متحده ایالاتو د سې شنبې په ورځ د کندهار په هوايي لوا کې افغان هوايي ځواک ته ۴ بلک هاک هلیکوپټرې وسپارلې.

دغه راز هغه زیاته کړې، چې په امریکا، چک او کندهار کې د افغان پيلوټانو د روزنې بهير هم دوام لري، چې یو شمېر یې په درېیو جلا جلا ګروپونو کې عملي او نظري زده ‌کړې تر لاسه کړي.

باید و ویل شي، چې دا په روان ۱۳۹۶ کال کې د امریکايي بلک هاک هلیکوپټرو دوهمه جوپه ده چې افغان هوايي ځواک ته سپارل کېږي.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي