۰
د ولسي جرګې وکیل:

د ولسي جرګې رییس د دولتي ځمکو په غصب او نا امنیو کې لاس لري

یکشنبه ۱ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۵۳
«ابراهیمي هره ورځ په قندوز کې ملېشې جوړوي او د زورواکو په ملاتړ ځمکې غصبوي»
د ولسي جرګې رییس د دولتي ځمکو په غصب او نا امنیو کې لاس لري
د ولسي جرګې یو تن غړي د دغه جرګې پر رییس عبدالروف ابراهمی تور پورې کړی، چې ګواکي د قندوز ولایت د دولتي ځمکو په غصب او ناامنیو کې لاس لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په ولسي جرګه کې د قندوز ولایت استازی انجینر کامل صافی وايي، د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي د قندوز په امام صاحب او خان آباد ولسوالیو کې له خپل زور څخه په ګټنې دولتي ځمکې ولکه کړې دي.

هغه و ویل:«ابراهیمي هره ورځ په قندوز کې ملېشې جوړوي او د زورواکو په ملاتړ ځمکې غصبوي»

دغه راز انجینر کمال صافي د ولسي جرګې ځينې نور غړي هم په قندوز ولایت کې په قاچاق، وژنو او غیر قانوني کړنو کې په لاس لرلو تورن کړل.

نوموړی وایي د پارلمان یا ملي شورا ځینې نور غړي هم د خپلو ورځنیو لګښتونو له پاره د شیرخان بندر، ترانسپورت ادارې او نظامی کمیسارۍ څخه په غیر قانوني توګه پیسې تر لاسه کوي.

که څه هم نوموړي د کوم استازي نوم وانخیست خو په ولسي جرګه کې پر عبدالروف ابراهیمي چې نوموړي په غصب او زور کارونې تورن کړ، الله نظر نظري ترکمن، سید دواد نادري، شایسته باز ناصري، شکریه پیکان، عبدالودود پیمان، فاطمه عزیز، معلم چهاري او عبدالله قرلق په ملي شورا کې د قندوز ولایت استازي دي.

کمال صافي ټینګار وکړ، چې د ملي شورا یو شمر غړي او په ځانګړي ډول د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي د ځمکو په غصب او د کندوز په ناامنیو کې لاس لري او له خلکو یې ارام ژوند اخیستی دی او په دې اړه کره اسناد هم لري.

هغه د قندوز ولایت د امنیت په اړه چې دوه ځله د طالبانو له خوا سقوط شوی هم و ویلي، چې اوس هم په قندوز کې امنیت نشته او اداري فساد د دغه ولایت په ادارو کې وروستي حد ته رسېدلی دی.

د کمال په خبره چې په دغه ولایت کې له زورواکو او غاصبینو د ملي شورا د ځینو استازو ملاتړ د دې سبب شوی چې د قندوز خلک په ځینو برخو کې له طالبانو سره مرسته وکړي او د دولت پر وړاندې وجنګېږي.

د ولسي جرګې دغه غړي ادعا وکړه، چې په قندوز ولایت کې امنیتي ادارې د قومیت په اساس وېشل کېږي او یو قوم په کې څنډې ته ټېل وهل شوی دی.

نوموړي په قندوز کې پر روانو چاڼیزو عملیاتو هم نیوکه وکړه او ویې ویل، چې په دې عملیاتو کې زیاته مرګ ژوبله ولسي وګړو ته رسېږي.

باید و ویل شي، چې د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي تر دې وړاندې هم په قندوز کې د ځمکو پر غصب، د زورواکانو پر ملاتړ، ملېشې جوړونې او ان تر دې چې ویل کېدل نوموړي خپل شپانه ته ټانګ په واک کې ورکړی تورن شوی وو.

خو د ولسي جرګې دغه غړی (کمال صافي) هم د طالبانو په لاس د قندوز ولایت په سقوط کې د طالبانو په ملاتړ تورن شوی وو.

جمهور خبري آژانس: کابل
 


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي