ډانفورډ:

امریکا باید د افغانستان وضعیت جدي وګڼي او زر خپله پرېکړه اعلان کړي

27 ثور 1396 ساعت 9:48

د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال جوزف ډانفورډ وايي، امریکا باید د افغانستان وضعیت جدي وګڼي او په اړه یې زر خپله پرېکړه اعلان کړي.


د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال جوزف ډانفورډ وايي، امریکا باید د افغانستان وضعیت جدي وګڼي او په اړه یې زر خپله پرېکړه اعلان کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ډانفورډ چې د سنت مایکل په کالج کې یې خبرې کولې د افغانستان روان وضعیت د اندېښنې وړ وباله او ویې ویل، چې د افغان ځواکونو مرګ ژوبله زیاته شوې ده.
نوموړي ویلی، چې له افغانستان د امریکايي ځواکونو په وتلو سره د افغان سرتېرو مرګ ژوبله زیاته شوې، خو په خبره یې که سرتېري بېرته ډېر کړای شي، روان وضعیت به کابو شي.
هغه زیاته کړې، چې د سپتمبر د ۱۱ مې بریدونه په افغانستان کې پلان شوي وو او اوس هم په افغانستان او سیمه کې ګڼې ترهرګرې ډلې فعالې دي چې پر امریکا او غرب د برید خوبونه ویني.
د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال جوزف ډانفور وايي، امریکا باید د افغانستان وضعیت جدي وګڼي او زر خپله پرېکړه اعلان کړي.
نوموړي دا هم ویلي، چې په راتلونکې اونۍ کې له ډونالډ ټرمپ سره ګوري او د ۵ زرو په شاوخوا کې سرتیرو د ډیرولو په اړه بحث کوي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 94511

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/94511/

جمهور
  https://www.jomhornews.com