کنینګهم:

نوماندان دې خپل ټاکنیز چارواکي له درغلو منع کړي

22 جوزا 1393 ساعت 11:38

په کابل کې د امریکا سفیر جمیرکنینګهم د ولسمشرۍ له دواړو نوماندانو غوښتي، چې خپل پلویان له درغیو او تقلب نه منع کړي او هغوی ته د رڼو او شفافه ټاکنو د تر سره کولو سپارښتنه وکړي.


په کابل کې د امریکا سفیر جمیرکنینګهم د ولسمشرۍ له دواړو نوماندانو غوښتي، چې خپل پلویان له درغیو او تقلب نه منع کړي او هغوی ته د رڼو او شفافه ټاکنو د تر سره کولو سپارښتنه وکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې کنیګهم نوماندانو ته په خپل پیغام کې ویلي، چې هغوی خپلو پلویانو ته امر وکړي، چې د شنبې ورځې په ټاکنو کې درغلي ونه کړي.
دغه پیغام چې تېره ورځ په کابل کې د امریکا سفارت خپور کړی په کې ویل شوي دي، چې که هغوی درغلي کوي، خامخا رسوا کېږي او اعتبار یې تر پوښتنې لاندې راځي.
هغه په پیغام کې ویلي«زه بیا هم له دواړو کاندیدانو غواړم چې د ټاکنیرو کمېسیونونو سره همکاري وکړي او د هغوی د کار ملاټړ وکړي او د موثقو اسنادو پرته په ټاکنیزو کمېسیونونو له انتقادونو ډډه وکړي.»
په کابل کې د امریکا سفیر ویلي، چې متحده ایالات د شفافو ټاکنو په ترڅ کې د افغانستان له نوي رامنځ ته کېدونکي حکومت سره کار کولو ته تیار دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي دفتر هم له دواړو نوماندانو غوښتي، چې د شفافه ټاکنو د ترسره کېدو له پاره کار وکړي.
د یادونې وړ ده، چې ولسمشرۍ دوهم پړاو ټاکنې به د راتلونکې شنبې په ورځ د جواز میاشتې په ۲۴مه نېټه تر سره شي.
امنیتي چارواکو ولس ته د امنیت ډاډ ورکړی او له هغوی یې غوښتي، چې په خپل پراخ ګډون سره پرته له کومې وېرې خپل راتلونکی ولسمشر وټاکي.
جمهور آژانس: کابل


کد مطلب: 51202

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/51202/

جمهور
  https://www.jomhornews.com