د ملګرو ملتونو د عمومي منشي استازي له حکمتیار سره کتلي

26 ثور 1396 ساعت 14:28

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تاداميچي ياماماتو د حزب اسلامي له مشر ګلبدين حکمتيار سره د سولې په اړه خبرې کړې دي.


د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تاداميچي ياماماتو د حزب اسلامي له مشر ګلبدين حکمتيار سره د سولې په اړه خبرې کړې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د يوناما له دفتره خپره شوې خبرپاڼه وايي، دا کتنه پرون د حزب اسلامي د مشر ګلبدين حکمتيار په کور کې شوې ده.
سرچینه زیاتوي، چې ياماماتو د حکومت او حزب اسلامي تر مينځ د سولې د شوي هوکړه ليک د پليتابه د دوام هر کلی کړی دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې ليدنه کې د يوناما مشر له اساسي قانون او نافذو قانوني نورمونو سره سم، په سوله ييزه توګه په سياسي ډګر کې د ښکېلتيا لپاره د حزب اسلامي د ژمنو ستاينه کړې ده.
خبرپاڼه وايي، يوناما د هوکړه ليک پر بنسټ په ملکي خدمتونو، وسله والو ځواکونو او نورو سکتورونو کې د وړتيا پر بنسټ د حزب اسلامي د غړو د ګومارلو له لارې په سوله ييزه توګه په ټولنه کې د حزب اسلامي د ادغام ملاتړ کوي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ټینګار کړی، چې د ستونزې د هوراي لپاره بايد له ټولو ټولنو او بنسټونو سره بايد يو شان چلند وشي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په کابل کې د چين سفير یو جینګ هم د حزب اسلامي له مشر ګلبدین حکمتیار سره کتلي او ويل کېږي، چې دواړو لوريو په روانو حالاتو خبرې کړې دي.
تر دې وړاندې د افغانستان له پاره د اروپايي اتحادیې ځانګړي استازي هم له حکمتیار سره لیدلي و او په یو لړ موضوعاتو یې ورسره خبرې کړې وې.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 94475

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/94475/

جمهور
  https://www.jomhornews.com