چارواکي:

لغمان کې ۳۰ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

26 ثور 1396 ساعت 10:00

په ختیځ کې د افغان پوځ چارواکي وايي، په لغمان ولایت کې د سېلاب پنځه په نوم پوځي عملیاتو کې ۳۰ تنه وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


په ختیځ کې د افغان پوځ چارواکي وايي، په لغمان ولایت کې د سېلاب پنځه په نوم پوځي عملیاتو کې ۳۰ تنه وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د لغمان ولایت له مطبوعاتي دفتر نه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه عملیات تېره ورځ سهار د ګډو افغان امنیتي ځواکونو له خوا پیل شوي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې د سېلا پنځه چاڼیز عملیات د الینګار ولسوالۍ په استقامت د مرکز او الینګار اړوند د بصرام، کټل، ميدانيو، حکيم اباد، قصبه، سليم ګار او نورې سیمو کې تر سره شوي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې عملیاتو کې د دولت ۱۵ وسله وال مخالفین وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي، چې په وینا یې په وژل شویو او ټپیانو کې د هغوی مهم غړي هم شامل دي.
د خبر پاڼې د معلوماتو پر بنسټ عملیات لا هم روان دي او تر هغه به دوام وکړي تر څو ټولې سیمې په بشپړه توګه د وسله والو نه وي پاکې شوې.
په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي، د وسله والو په متقابلو ډزو کې دوه پولیس هم ټپیان شوي، چې روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی.
خو وسله والو مخالفینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:لغمان


کد مطلب: 94465

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/94465/

جمهور
  https://www.jomhornews.com