کنړ کې ۴۰ طالبانو او افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

26 ثور 1396 ساعت 14:13

سیمه ییز چارواکي وايي، په کنړ ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښتو کې له دواړو لورو ۴۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز چارواکي وايي، په کنړ ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښتو کې له دواړو لورو ۴۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه نښته نن سهار وروسته له هغې رامنځ ته شوه، چې وسله والو طالبانو د کنړ ولایت په چپې درې ولسوالۍ کې پر ګڼو امنیتي پوستو بریدونه پیل کړل.
د کنړ د والي ویاند عبدالغني مصمم وايي، د طالبانو له برید سره سم امنیتي ځواکونه هم لاس په کار شوي، او هغوی یې پر شاه تمبولي دي.
د مصمم په خبره په دغه نښته کې ۲۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.
دی زیاتوي، چې په دې جګړه کې څلور افغان سرتېري هم وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
په کنړ کې د وسله والو او افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې خبر پر داسې مهال ورکول کېږي، چې تېره ورځ په لغمان کې هم د عملیاتو پر مهال چارواکو د ۱۵ وسله والو د وژل کېدو او ۱۵ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.
جمهورآژانس:کنړ


کد مطلب: 94474

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/94474/

جمهور
  https://www.jomhornews.com