اکلیل حکیمي:

ټول مالي مسؤلین دې د ۱۳۹۶ کال مالي پلانونه جوړ کړي

21 جدی 1395 ساعت 14:41

د افغانستان د مالیې وزیر له ټولو مالي او د تفتیش له ادارو وغوښتل، چې د راتلونکي ۱۳۹۶ کال له پاره سر له اوسه مالي پلانونه جوړ کړي.


د افغانستان د مالیې وزیر له ټولو مالي او د تفتیش له ادارو وغوښتل، چې د راتلونکي ۱۳۹۶ کال له پاره سر له اوسه مالي پلانونه جوړ کړي.
د جمهورآژانس د خبر له مخې ښاغلي اکلیل حکیمي دغه څرګندونې نن په کابل کې د دولت د مالي چارو د ښه‌والي او د مالي ریاستونو تر منځ د همغږۍ د پياوړتیا په هدف جوړې شوې غونډې ته وکړې.
نوموړي وویل، چې د دولت د مالي چارو د ښه والي او سمون په موخه باید ټولې اړونده مالي او د تفنیشې ادارې تر خپل منځ همغږي ولري.
هغه ټولو مالي مسؤلینو ته‌ لارښوونه وکړه، چې خپل مالي او تدارکاتي پلانونه د خپلو وړاندیز شویو بودجو له مخې چمتو کړي.
ښاغلي حکیمي وویل«زموږ د نن ورځې د راټولېدلو هدف همدا دی چې د مالي او تفتیش مسؤلینو ته لارښوونه وکړو چې دا اوس چې د کال پیل دی دوی څنګه خپل مالي او تدارکاتي پلانونه د ۱۳۹۶ لمریز کال لپاره اماده کړي.»
د هغه په وینا د ټولو وزارتونو د تفتیش او مالي مسؤلین به په مالي برخو کې د ستونزو د مخنیوي او د دولت د مالي چارو د ښه‎والي په اړه په يوې ځانګړې تګلارې بحث او خبرې وکړي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 89929

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/89929/

جمهور
  https://www.jomhornews.com