ننګرهار کې ۲۲ داعشیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

4 میزان 1395 ساعت 11:01

چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې د داعش ۲۲ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې د داعش ۲۲ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی زیاتوي، چې دغه بریدونه تېره ورځ د ننګرهار ولایت د هسکې مېنې ولسوالۍ په پایین سیمه کې تر سره شوي دي.
نوموړي وویل، چې په دغه بریدونو کې ۱۳ داعشیان وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.
خوږیاڼی دا هم وايي، چې په بریدونو کې د داعش وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
په ورته وخت کې د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال د هسکې مېنې ولسوالۍ د لنګري خوړ په سیمه کې هم د دوه داعش وسله والو د وژل کېدو خبر ورکوي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ بهرنیو ځواکونو هم ویلي و، چې په ننګرهار کې د هوايي بریدونو پر مهال د داعش ۱۲ لوړ پوړي قوماندانان وژلي دي.
جمهورآژانس:ننګرهار


کد مطلب: 85202

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/85202/

جمهور
  https://www.jomhornews.com