ننګرهار کې چاودنو د ښوونځي ۹ زده کوونکي ټپیان کړي دي

22 جدی 1395 ساعت 13:47

د پوهنې وزارت سیمه ییز چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د یوې چاودنې له امله د ښوونځي ۹ زده کوونکي ټپیان شوي دي.


د پوهنې وزارت سیمه ییز چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د یوې چاودنې له امله د ښوونځي ۹ زده کوونکي ټپیان شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه تېره ورځ د ننګرهار ولایت د کوټ ولسوالۍ د سیداحمد خېلو په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د کوټ ولسوال حاجي سید الرحمن وايي، لومړی په دې سیمه کې د پوليسو په يو رېنجر موټر چاودنه شوې چې له امله يې يو پوليس وژل شوى او موټر يې په بشپړه توګه له منځه تللی دی.
نوموړي زیاته کړه، دوهم چاودنه د همدې سیمې په یوه هدیره کې هغه مهال چې د ملي اردو د انجینرۍ ټیم غوښتل یو ماین شنډ کړي رامنځ ته شوې ده.
د ولسوال په خبره په دې چاودنه کې څلور ماشومان سربېرن ټپیان شوي دي او تر لومړۍ درملنې وروسته کورونو ته لېږل شوي دي.
خو د ننګرهار د پوهنې رياست مطبوعاتي مسوول محمد اصف شينواری وايي په ياده چاودنه کې د سيد احمد خېلو لېسې ۹ زده کوونکي ټپيان شوي دي.
شينواری زياتوي، زده کوونکي چې له ښوونځي څخه د کور پر لور روان و، د سړک د غاړې ماين د چاودنې له امله ټپيان او د درملنې په موخه د جلال اباد مرکزي روغتون ته راوړل شوي دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، ټپيان د دويم درېيم او څلورم ټولګيو زده کوونکي او عمرونه يې له اتو تر يوولسو کلونو پورې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې نن هم د جلال اباد ښار د لومړۍ ناحيې اړوند بهسودو هوټلونو ته څېرمه له کورونو سره په خامه سړک کې د سرحدي پوليسو په رېنجر موټر چاودنه شوې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک ته وويل چې دغه چاودنه هېڅ تلفات نه لري.
د دغو چاودنو مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
جمهورآژانس:ننګرهار


کد مطلب: 89974

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/89974/

جمهور
  https://www.jomhornews.com