کنړ کې چاودنو ۷ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده

19 اسد 1396 ساعت 10:41

امنیتي چارواکي وايي، په کنړ ولایت کې د دوه جلا ماین چاودنو په ترڅ کې ۷ تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


امنیتي چارواکي وايي، په کنړ ولایت کې د دوه جلا ماین چاودنو په ترڅ کې ۷ تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې چاودنې تېره ورځ د کنړ ولایت په ناړې او دانګام ولسوالیو کې رامنځ ته شوې دي.
د کنړ امنیه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت وايي، په ناړې ولسوالۍ کې د ماین چاودنې له امله دوه ولسي وګړي وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د یوه بل ماین چاودنې بیا په دانګام ولسوالۍ کې دوه ځوانې نجونې ټپیانې کړط دي.
همت وايي، ماینونه د وسله والو طالبانو له خوا ځای پر ځای شوي و، خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:کنړ


کد مطلب: 97038

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/97038/

جمهور
  https://www.jomhornews.com