حزب اسلامي:

قطر کې مو له طالبانو سره اړیکې نه دي نیولې

25 ثور 1396 ساعت 11:02

حزب اسلامي هغه راپورونه رد کړل، چې ګنې د وسله والو طالبانو د قطر دفتر د سولې په تړاو له دوی سره اړیکه نیولې ده.


حزب اسلامي هغه راپورونه رد کړل، چې ګنې د وسله والو طالبانو د قطر دفتر د سولې په تړاو له دوی سره اړیکه نیولې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې بي بي سي او کابل نیوز راپورونه خپاره کړي و، چې د طالبانو د قطر دفتر له حزب اسلامي سره اړیکه نیولې او د سولې په تړاو یې ورسره خبرې کړې.
بي بي سي د حزب اسلامي د مطبوعاتي دفتر د مسؤول قریب الرحمان سعید له قوله دا هم ویلي و، چې «دا د لوړې کچې خبرې وې او با اختیاره طالب مشران دي.»
خو د اسلامي حزب د فرهنګي او مطبوعاتي کمېټې رئیس قریب‌الرحمن سعید په یو بیان کې، د افغانستان د یو شمیر رسنیو هغه ریپوټونه، چې ګواکې د دغه حزب استازو په قطر کې له طالبانو سره اړیکې نیولي، رد کړي او هغه یې ناسم بللي دي.
ښاغلي سعید په دغه بیان کې له رسنیو څخه غوښتي، چې د هغه د څرګندونو په اړه خپاره شوي ریپوټونه سم کړي.
هغه وايي، له یو شمیر سیاسي کړیو سره د دغه حزب ابتدایي اړیکې شته، خو د خبرو اترو او یا په دې برخه کې د نورو پرمختګونو په اړه لا تر اوسه کوم معلومات نه شته.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 94428

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/94428/

جمهور
  https://www.jomhornews.com