اروپا کې د ناټو عمومي قوماندان:

د افغان ځواکونو ظرفیت باید دومره لوړ شي چې طالبان خپله سولې ته مات کړي

28 ثور 1396 ساعت 10:18

په اروپا کې د ناټو عمومي قوماندان جنرال مایکل سکاپاروټي وايي، د افغان ځواکونو ظرفیتونه باید دومره لوړ شي، چې طالبان په خپله د سولې خبرو ته سر ټیټ کړي.


په اروپا کې د ناټو عمومي قوماندان جنرال مایکل سکاپاروټي وايي، د افغان ځواکونو ظرفیتونه باید دومره لوړ شي، چې طالبان په خپله د سولې خبرو ته سر ټیټ کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې جنرال سکاپاروټي دغه څرګندوندونې تېره ورځ په بروکسل کې د ناټو د دفاعي چارواکو تر غونډې وروسته خبریالانو ته کړې دي او ویلي یې دي«زه ډاده یم، چې دې مرحلې ته رسېږو.»
په ورته وخت کې جنرال سکاپاروټي دا هم ویلي، هرڅومره ژر چې کېدای شي په افغانستان کې باید د نړیوالو ځواکونو تشه ډکه شي.
نوموړي په افغانستان کې د ناټو د عمومي قوماندان جنرال جان نېکولسن د دې غوښتې په ځواب کې چې افغانستان کې باید سرتېري ډېر کړای شي ویلي، ناټو به ډېر ژر په دې اړه پرېکړه وکړي او ډېر وخت به ونه نیسي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې جنرال سکاپاروټي دغه څرګندوندونې تېره ورځ په بروکسل کې د ناټو د دفاعي چارواکو تر غونډې وروسته خبریالانو ته کړې دي.
جنرال سکاپاروټي زیاته کړې« څومره ژر چې موږ هغه ته دا کمبود برابروو، همهغومره بهتره ده، دلته به په ناټو کې ډېر ژر په دې اړه پریکړه وشي، له عادي وخته نه یوو اوښتي، د هغه غوښتنلیک راسپارل شوی، موږ د سرمشریزې په درشل کې یوو،زه فکر کوم چې ډېر وخت به دا پریکړه ونه نیسي.»
باید و ویل شي تر اوسه دا نه ده معلومه چې امریکا او ناټو به افغانستان ته څومره سرتېري ولېږي، خو ځینې امریکايي چارواکي وايي، ښايي امریکا له دریو تر پنځو زرو پورې نور سرتېري افغانستان ته واستوي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 94553

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/94553/

جمهور
  https://www.jomhornews.com