ولسمشرغني د یکاولنګ – دره صوف سړک د جوړولو د کار پرانسته وکړه

28 ثور 1396 ساعت 13:34

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په بامیان ولایت کې د ۲۰۴ میلیون ډالرو په ارزښت د یکاولنګ-دره صوف سړک جوړېدو د کار پرانیست.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني په بامیان ولایت کې د ۲۰۴ میلیون ډالرو په ارزښت د یکاولنګ-دره صوف سړک جوړېدو د کار پرانیست.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ارګ نه خپره شوې خبرپانه کې راغلي ولسمشر نن بامیانو ته د خپل سفر په ترڅ کې د یکاولنګ-دره صوف سړک د جوړېدو چارې رسما پرانیستې.
د یکاولنګ ـ دره صوف سړک چې بامیان د هېواد له شمال سره نښلوي قراداد یې شاوخوا څلور میاشتې وړاندې د افغان او یو چینايي شرکت ترمنځ لاسلیک شو.
سرچینه زیاتوي د دره صوف څخه تر یکاولنګ پورې د سړک جوړولو چینايي شرکت په ۲۰۴،۹میلیون ډالرو جوړ جوړوي، چې قرارداد یې د پخوانیو نرخونو په پرتله ۵۰میلیون ډالره ارزانه تمام شو.
دغه پروژه چې په بېلابېلو کچو ۸بابه پلونه، ۱۹۴پلچکونه او ۵۹۵۰متره استنادي دېوالونه لري، په ۱۲۷۸ ورځو کې به بشپړه شي.
چارواکي وایي، دغه پروژه چې د اسیايي بانک په مالي مرسته ترسره کېږي، د افغانستان د شمال ـ جنوب دهلیز برخه ده چې تېر کال تدارکاتي اعلان ته ورکړل شوې وه.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 94561

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/94561/

جمهور
  https://www.jomhornews.com