جنرال رازق:

کندهار کې وروستی برید، حقاني شبکې او آی ایس آی کړی

22 جدی 1395 ساعت 13:03

د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي، په کندهار ولایت کې وروستی برید حقاني شبکې او د پاکستان څارګرې ادارې آی ایس آی کړی دی.


د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي، په کندهار ولایت کې وروستی برید حقاني شبکې او د پاکستان څارګرې ادارې آی ایس آی کړی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلی رزاق زیاته کړې، دغه برید په پوره مهار طراحی شوی و او موخه یې د کندهار ځايي چارواکي وو.
د کندهار امنیه قوماندان وایي، د پېښې په اړه به لا ډېرې پلتنې وکړی او عاملین به یې ډژر ژر د قانون منګولو ته وسپارل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ولسمشر په امر د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر هم د یوه پلاوی په مشرۍ د کندهار د برید د څېړنې له پاره نن دغه ولایت ته تللی دی.
باید وویل شي، چې د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر امرالله صالح هم په خپله ټوېټر پاڼه لیکي په وروستیو خونړیو بریدونو کې پاکستان لاس لري.
ښاغلي صالح ویلي د افغان د وینو تږي پاکستان یو ځل بیا افغانان د غم په ټغر کېنول.
هغه زیاته کړې، چې په افغانستان کې د هر برید تر شا پاکستان ولاړ دی او دا ټولو ته معلومه ده، چې بریدګر چېرته او څوک یې روزي.
د یادونې وړ ده، چې د کندهار د تېرې ورځې په خونړي، برید کې د کندهار مرستیال والي عبدالعلي شمسي، په ولسي جرګه کې د جوزجان استازی باز محمد جوزجاني، په مشرانو جرګه کې د فاریاب سناتور سراج الدین صفري، د پخواني ولسمشر نېږدې خپلوان یما قریشي، پنځه تنه اماراتي دیپلومان او درې تنه نور وژل شوي دي.
دغه راز په دې برید کې کندهار والي ډاکتر همایون عزیزي، کابل کې د اماراتو سفیر جمعه عبدالله الکعبي، د کندهار د بهرنیو چارو رییس، د پخواني ولسمشر د تره زوی هاشم کرزی او د ملي سواګر حاجي محمد صدیق مهمند په ګډون ۱۲ تنه ټپیان شوي دي.
جمهورآژانس:کندهار


کد مطلب: 89972

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/89972/

جمهور
  https://www.jomhornews.com