نشنل انـټرسټ:

د افغانستان د ثبات لپاره باید په پاکستان کې ترهګر وځپل شي

22 اسد 1396 ساعت 13:34

نشنل انټرسټ نشریې په خپله وروستۍ ګڼه کې په افغانستان کې د بریا لپاره امریکا ته اووه سپارښتنې کړې او لیکلي یې دي، چې د افغانستان د ثبات له پاره باید په پاکستان کې د ترهګرو پر ضد مبارزه وشي.


نشنل انټرسټ نشریې په خپله وروستۍ ګڼه کې په افغانستان کې د بریا لپاره امریکا ته اووه سپارښتنې کړې او لیکلي یې دي، چې د افغانستان د ثبات له پاره باید په پاکستان کې د ترهګرو پر ضد مبارزه وشي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه نشریې ویلي د افغان ځواکونو پیاوړي کول، له افغان حکومت سره سخت کار، د کمزوریو له منځه وړل،اقتصادي وده رامنځ ته کول، پر پاکستان فشار راوړل او همدا راز ترهګر دې ته اړ ایستل چې سولې ته تیار شي هغه چارې دي، چې امریکا یې باید تر سره کړي.
نشنل انټرسټ وایي، په دې ډله کې د افغانستان د ثبات لپاره تر ټولو مهم شی په پاکستان کې د شته ترهګرو پر وړاندې مبارزه کول دي.
نشریې لیکلي دي، چې په پاکستان کې یو شمېر ځانګړې کړۍ د ترهګرو ملاتړ کوي او په افغانستان کې یې د امریکا بریاوو ته زیان رسولی دی.
سرچینه وايي، امریکا دې پر پاکستان فشار راوړي او دغه هېواد دې اړ کړي، چې د ترهګرو پر وړاندې مبارزه وکړي او دغه ډلې وځپي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 97108

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/97108/

جمهور
  https://www.jomhornews.com