د کندهار په برید کې د پنځو اماراتي دیپلوماتانو په ګډون ۱۱ تنه وژل شوي

22 جدی 1395 ساعت 9:19

په کندهار کې د شوې چاودنې له امله د عربي متحده اماراتو د یپلوماتونو او د دغه ولایت د لوړ پوړو چارواکو په ګډون ۲۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


په کندهار کې د شوې چاودنې له امله د عربي متحده اماراتو د یپلوماتونو او د دغه ولایت د لوړ پوړو چارواکو په ګډون ۲۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه برید د سه شنبې په ماښام د کندهار ولایت مقام په مېلمستون کې رامنځ ته شوی دی.
د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي، چاودنه د هغه چاودیدونکو موادو په نتیجه کې رامنځ ته شوې چې د ولایت مقام د مېلمستون په کوچونو کې ځای پرځای شوي وو.
نوموړي زیاته کړه، چې په دغه چاودنه کې ۱۱ تنه وژل شوي او د کندهار د والي ډاکتر همایون عزیزي او د اماراتو د سفیر په ګډون ۱۲ تنه ټپیان شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې وژل شوي کسان داسې سوځېدلي، چې د پېژندلو نه دي او د ټپیانو روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی.
که څه هم په پیل کې د کندهار د مرستیال والي عبدالعلي شمسي د مکمنه مرګ پخلی هم شوی، خو چارواکي وايي، هغه سخت ټپي دی او دا مهال په روغتون کې دي.
ویل کېږي، په وژل شویو کسانو کې یوازې دقیقاً د عربي متحده اماراتو د پنځو ډیپلوماټانو د پخواني جمهور رئیس د نېژدې خپل یما قریشي جسدونه پیژندل شوي دي.
د کندهار د بهرنیو چارو رئیس شاه احمد سعید او د ولسي جرګې استازي بازمحمد جوزجانی د مرګ او ژوند په اړه تر اوسه رسمي معلومات نشته.
خو د کندهار ملي سوداګر او د پخواني ولسمشر حامد کرزي د تره زوی هاشم کرزی او حاجي محمد صدیق مهمند چې په دغه میلمستیا کې يې ګډون کړی وو د ټپیانو په ډله کې شامل دي.
د یادلو وړ ده چې دغه چاودنه د هغه میلمستیا پر مهال رامنځته شوې چې د کندهار چارواکو د عربي متحده اماراتو د سفیر لپاره برابره کړې وه.
د عربي متحده اماراتو سفیر د سې شنې په ورځ د یوه خیریه وړکتون د جوړولو د چارو د پیل لپاره کندهار ته راغلی و.
د دغه برید مسؤولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی خو وسله والو طالبانو په برید کې لاس لرل رد کړي دي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 89945

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/89945/

جمهور
  https://www.jomhornews.com