امریکا وايي پاکستان دې د پردې تر شا جګړه کول ودروي

30 حمل 1396 ساعت 15:11

په پاکستان کې د امریکا سفارت وايي، امریکا له پاکستان غوښتي چې د پردې تر شا دې د وسله والو له ملاتړ او تقویې لاس واخلي.


په پاکستان کې د امریکا سفارت وايي، امریکا له پاکستان غوښتي چې د پردې تر شا دې د وسله والو له ملاتړ او تقویې لاس واخلي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه سفارت نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې له امریکا د مک ماسټر په مشرۍ راغلي پلاوي په ښکاره توګه پاکستاني چارواکو ته ویلي، چې نور دې د پردې تر شا جګړې نه کوي او د وسله والو ډلو له ملاتړه دې لاس واخلي.
د خبرپاڼې له مخې مک ماسټر د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه ته ویلي، چې روسیه او پاکستان باید خپله دغه چاره ودروي چې له مخې یې دوی د طالبانو ملاتړ کوي او له دغو ډلو د خپلې نیابتي جګړې لپاره کار اخلي.
تېره ورځ هم داسې راپورونه ورکړل شول، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار پاکستاني چارواکو ته ویلي، چې امریکا نور په افغانستان کې روانه جګړه اوږدول نه غواړي او په وینا یې د پاکستان په ګډون هېڅ هېواد او هېڅوک نه شي کولای، چې له وسله والو ډلو د نیابتي جګړو له پاره کار واخلي.
مک ماسټر ویلي، چې د سیمې هېوادونه باید له وسله والو ډلو د ملاتر پر ځای په افغانستان کې د سولې او ثبات له پاره جدي هلې ځلې وکړي.
په ورته وخت کې پاکستاني رسنیو هم ویلي، چې د مک ماسټر له سفر او خبرو دا جوتېږي، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره به پر پاکستان خپل فشارونه نور هم زیات کړي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 93517

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/93517/

جمهور
  https://www.jomhornews.com