په یوه توغندييز برید کې د کنړ د بشري سرچینو رییس وژل شوی

26 ثور 1396 ساعت 11:53

سرچینې او عیني شاهدان وايي، د کنړ ولایت د بشري منابعو رییس او د هغه یو بل ملګری په یوه توغندييز برید کې وژل شوي دي.


سرچینې او عیني شاهدان وايي، د کنړ ولایت د بشري منابعو رییس او د هغه یو بل ملګری په یوه توغندييز برید کې وژل شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه نن سهار شاوخوا اته بجې د کنړ ولایت په مرکز اسعد آباد کې رامنځ ته شوې ده.
عیني شاهدان وايي، دوه توغندي پر اسعدآباد راتوغول شوي وو چې یو یې په شاړه ځمکه کې لګېدلی او دویم یې د مخابراتو ریاست په انګړ کې لګېدلی دی.
د دوی په وینا د مخابراتو ریاست کې د لګېدلې توغندي له امله د کنړ ولایت د بشري سرچینو رییس سنګر افغان او د هغه یو بل ملګری ناظر وژل شوي دي.
سرچینې زیاتوي، چې ناصر د مخابراتو په رياست کې د اترا په څانګه کې دنده درلوده.
په ورته وخت یوې دولتي سرچينې ویلي، نن سهار وختې وسله والو طالبانو د ولايت مرکز اسعداباد په ګډون د کونړ ولايت په ټولو ولسواليو هم مهاله بريدونه کړي چې اوس هم په ځينو سيمو کې خال خال جګړه روانه ده او تلفات رسيدلي دي.
طالبانو په دي اړه څه نه دي ويلي.
جمهورآژانس:کنړ


کد مطلب: 94470

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/94470/

جمهور
  https://www.jomhornews.com