امرالله صالح:

د افغان د وینې تږي پاکستان یو ځل بیا ګڼ افغانان د غم پر ټغر کښېنول

22 جدی 1395 ساعت 11:39

د ملي امنیت پخوانی رییس امرالله صالح وايي، زموږ دښمن معلوم دی او هر برید چې په افغانستان کې کېږي، تر شا یې پاکستان ولاړ دی.


د ملي امنیت پخوانی رییس امرالله صالح وايي، زموږ دښمن معلوم دی او هر برید چې په افغانستان کې کېږي، تر شا یې پاکستان ولاړ دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح دغه څرګندونې پر خپله ټوېتر پانه کړې او ویلي یې دي، چې دا ناسمه ده، چې افغانستان له یوه نامعلوم دښمن سره مخ دی.
هغه لیکلي«دا ناسمه ده، چې موږ له نامعلوم دښمن سره مخ یو، زموږ دښمن معلوم دی په افغانستان کې چې برید کېږي تر شا یې پاکستان ولاړ دی.»
نوموړي په افغانستان کې د تېرې ورځې بریدونو په اشارې سره ویلي، د افغان د وینې تږي پاکستان یو ځل بیا ګڼ افغانان د غم پر ټغر کښېنول.
ښاغلی صالح زیاته کړې، چې په افغانستان کي د هر افغان وینه د پاکستان په اشاره او د هغه په ملاتړ تویېږي او په وینا یې د دې بريدګرو ملاتړی معلوم دی او دا هم معلومه ده چې مرکزونه یې چېرې دي.
باید وویل شي، چې تېره ورځ په هلمند، کندهار او کابل کې خونړي بریدونه وشول، چې د لوړو پوړو چارواکو او بهرنیو دیپلوماتانو په ګډون یې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.
لومړی برید تېره ورځ غرمه مهال د هلمند په مرکز لشکرګاه کې د ملي امنیت د خاصو ځواکونو د قوماندان خدایداد په کور چې ویل کېږي د سولې په تړاو یوه غونډه په کې روانه وه وشو.
د چارواکو په خبره په دغه برید کې شپږ تنه وژل شوي او لس نور ټپیان شوي وو.
تر دې وروسته پلازمېنه کابل کې مازیګر ۴ بجې د ملي شورا ودانۍ ته څېرمه دوه غبرګ ځانمرګي بریدونه وشول، چې د روغتیايي چارواکو په ۴۵ تنه په کې وژل شوي او ۱۵۰ نور ټپیان شوي دي.
ویل کېږي، په وژل شویو او ټپیانو کې ډېری د ولسي جرګې ملکي کارکوونکي دي.
په دې پسې ماښام شاوخوا شپږ بجې د کندهار د ولایت مقام په مېلمستون کې هغه مهال چاودنه وشوه، چې د کندهار چارواکو په کابل کې د اماراتو له سفیر او ورسره پلاوي سره ناسته درلوده.
په دغه برید کې د کندهار د مرسیتال والي عبدالعلي شمسي، د اماراتو د پنځو دیپلوماتانو په ګډون ۱۱ تنه و وژل شول.
ویل کېږي، په وژل شویو کسانو کې په ولسي جرګه کې د جوزجان وکيل باز محمد جوزجاني او په مشرانو جرګه کې د فارياب سناتور سراج الدين صفري هم شامل دي.
په دغه چاودنه کې د کندهار د والي ډاکتر همایون عزیزي، د اماراتو د سفیر او د پخواني ولسمشر حامد کرزي د تره د زوی په ګډون ۱۲ تنه ټپیان شوي دي.
باید وویل شي، چې د کابل او هلمند د بریدونو مسؤولیت وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستی، خو د کندهار په برید کې یې لاس لرل رد کړي دي.
جمهورآژانس:کابل



پروني بريدونه د افغانستان ښکاره دښمن (ISI) کړي
چهارشنبه, جنوري ۱۱, ۲۰۱۷

د ملي امنیت پخواني رئیس پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، زموږ دښمن مالوم دئ او هر برید چي په افغانستان کي کېږي تر شا یې پاکستان ولاړ دئ.
امرالله صالح د پرون برید ته په اشاره ویلي، په افغانستان کي د هر افغان وینه د پاکستان په اشاره او د هغه په ملاتړ تویېږي.
نوموړي همدا راز دا خبري رد کړي، موږ له یوه نامعلو دښمن سره مخ یو، بلکي ټینګار یې کړی چي دښمن معلوم دئ.
د هغه په خبره د دې بريدګرو ملاتړی معلوم دئ او دا هم معلومه ده چي مرکزونه یې چيري دي.

صالح په کابل کي د پرون برید غندلی او زیاته کړې یې ده چي د افغان وینې تږي پاکستان یو ځل بیا ګڼ افغانان د غم پر ټغر کښېنول.
ښاغلی صالح پر داسي مهال د پرونيو بريدونو تور پر پاکستان لګوي چي تېره شپه ناوخته کندهار ولايت هم د دوو چاودنو شاهد وو.
د وروستيو رپوټونو له مخي په دې بريدونو کي د کندهار د والي مرستيال عبدالعلي شمسي په ګډون ۱۱ تنه وژل سوي او ۱۲ نور ټپيان دي.
د وروستيو ورکول سوو معلوماتو له مخي په دې بريد کي په ولسي جرګه کي د جوزجان استازی باز محمد جوزجانی او په مشرانو جرګه کي د فارياب سناتور سراج الدين صفري هم وژل سوي.


کد مطلب: 89962

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/89962/

جمهور
  https://www.jomhornews.com