د کندهار پر هوايي ډګر د توغنديیز بريد مخه ونیول شوه

20 اسد 1395 ساعت 14:00

د کندهار امنيتي ځواکونه وايي، د دغه لولایت پر هوايي ډګر يې د وسله والو مخالفینو له لوري د توغنديو توغولو مخه نيولې ده.


د کندهار امنيتي ځواکونه وايي، د دغه لولایت پر هوايي ډګر يې د وسله والو مخالفینو له لوري د توغنديو توغولو مخه نيولې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د کندهار له امنيه قوماندانۍ نه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دامان ولسوالۍ د مرغان کيچى په سيمه کې د ملي پوليسو د کشفي معلوماتو په اساس دوه توغندي، چې د وسله والو مخالفينو له لوري د کندهار پر هوايي ډګر د توغولو په هدف پلان شوي وو، د امنيتي ځواکونو له خوا کشف او شنډ شوي دي.
د سرچينې په وينا، افغان ځانګړو ځواکونو د ښار د نهمې امنيتي حوزې په اړونده سيمه کې يو کس له وسله والو سره د اړيکو نيولو په تور نيولى، چې دا مهال تر پلټنو لاندې دى.
بل خوا امنيتي چارواکي خبر ورکوي، چې تېره ورځ په سپين بولدک او تخته پل ولسواليو کې د وسله والو د دوو ځاى پرځاى شوو ماينونو د چاودنو له كبله ۷ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
جمهور آژانس:کندهار


کد مطلب: 83508

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/83508/

جمهور
  https://www.jomhornews.com