جانان موسی زی:

چين او امريکا د افغان سولې په برخه کې د پام وړ مرسته کولای شي

23 ثور 1396 ساعت 16:16

په چین کې افغان سفیر جانان موسی زی وايي، که څه هم په افغانستان کې سولې ته د رسېدو لار له ستونزو ډکه ده، خو چین او امریکا په دې برخه کې د پام وړ مرسته کولای شي.


په چین کې افغان سفیر جانان موسی زی وايي، که څه هم په افغانستان کې سولې ته د رسېدو لار له ستونزو ډکه ده، خو چین او امریکا په دې برخه کې د پام وړ مرسته کولای شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي موسي زي دغه څرګندونې د "سوت چاينا مارنينګ پوسټ" په نوم له يوې چينايي رسنۍ سره په مرکه کې کړې دي.
نوموړي ویلي، چې افغانستان د چین او امریکا له پاره د یو ځای کېدو ښه ځای دی او په وینا یې چين او امريکا دې په افغانستان کې له يو بل سره د سيالۍ پر ځای همکاري وکړي.
نوموړي د چين- امريکا- افغانستان د همکاريو درې اړخيز ميکانيزم ته په اشارې سره ويلي، چې دې هېوادونو په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد مبارزې او بيا وروسته د سولې په پروسه کې رغنده رول لوبولى دى.
ده له دې هېواده غوښتي چې د افغانستان په بيا رغونه کې مرسته وکړي او ویلي یې دي، چې چين د افغانستان د نږدې ګاونډي په توګه د افغانستان په اقتصادي پرمختګ کې مهم رول لوبولی شي.
موسی زي ټينګار کړی، چې چين پخپلو اقتصادي مرستو سره افغانستان په اوږدمهال کې د سيمې په کچه پر اقتصادي مرکز بدلولی شي.
جمهور آژانس:کابل


کد مطلب: 94371

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/94371/

جمهور
  https://www.jomhornews.com