د علماوو نهضت:

طالبان او حکومت دې سولې ته د رسېدو په هدف دې خپلې غوښتنې نرمې کړي

26 ثور 1396 ساعت 9:21

د افغانستان د علماوو نهضت له حکومت او وسله والو طالبانو غوښتي، چې سولې ته د رسېدو په موخه دې خپلې غوښتنې نرمې کړي.


د افغانستان د علماوو نهضت له حکومت او وسله والو طالبانو غوښتي، چې سولې ته د رسېدو په موخه دې خپلې غوښتنې نرمې کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغانستان د علماوو نهضت غړي، چې پرون يې د اندونيزيا له هېواد د ديني عالمانو له راغلي پلاوي سره يو ځای، له انسانيت سره د مينې ترنامه لاندې غونډه جوړه کړې وه.
یاد نهضت ویلي، چې د امریکا په ګډون د سیمې هېوادونه په افغانستان کې د جګړې له لارې خپلو ګټو ته رسېدل غواړي، او په دې جګړه کې د دوی ګټې دي.
د علماوو نهضت وایي، همدې ته په پام دې حکومت او طالبان خپلو غوښتنو کې نرمښت راولي او د بین الافغاني خبرو له پاره دې حاضر شي.
د افغانستان د علماوو نهضت غړي وايي، د جګړې ښکېلې خواوې دې د سولې په هدف د نړېوال په تمه نه پاتې کېږي.
په کابل کې د اندونيزيا سفارت او ديني عالمان وايي، يو شمېر وسله والې کړۍ په ټوله نړۍ کې د اسلام په ناسم تفسير سره خلک افراطيت ته هڅوي، خو په وينايي دغه ډلې په هېڅ صورت له دې لارې خپلو موخو ته نشي رسيدلی.
په ورته وخت کې د یاد نهضت مشر صلاح الدین هاشمي و ویل، چې د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ دې د سولې په پروسه کې د علماوو رول زيات کړل شي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 94461

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/94461/

جمهور
  https://www.jomhornews.com