د کندهار والي:

ځینې بهرنۍ او کورنۍ کړۍ د سترو پروژو پر وړاندې خنډ جوړوي

18 اسد 1396 ساعت 14:30

د کندهار والي زلمی ویسا وايي، یو شمېر بهرنۍ او کورنۍ کړۍ په افغانستان کې د سترو پروژو پر وړاندې خنډونه جوړي او نه غواړي، چې دغه پروژې پلې شي.


د کندهار والي زلمی ویسا وايي، یو شمېر بهرنۍ او کورنۍ کړۍ په افغانستان کې د سترو پروژو پر وړاندې خنډونه جوړي او نه غواړي، چې دغه پروژې پلې شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ویسا دغه څرګندونې نن سه شنبې په کندهار کې له ترکمنستانه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګازو د لېږدولو د پروژې په اړه د پوهاوي په یوه غونډه کې وکړې.
والي و ویل، چې یو شمېر بهرنۍ او کورنۍ کړۍ نه‌پرېږدي چې د ټاپي په څېر لویې پروژې په افغانستان کې عملي شي.
نوموړي د ټاپي پروژې د امنیت خوندي کولو په برخه کې له قومي مشرانو او سیمه ییزه خلکو د همکارۍ غوښتنه وکړه او د هغوی مرسته یې اړینه وبلله.
د غونډې ګډونوالو هم د سترو پروژو د امنیت په برخه کې چارواکو ته ډاد ورکړ، خو ترې ویې غوښتل، چې په دې ډول پروژو کې دې د سیمې خلک، په تېره بیا ځوانانو ته کار ورکړل شي.
باید و ویل شي، ټاپي پروژه چې د ګازو ستره نل لیکه ده، د افغانستان د خاورې دننه د څو سوه کېلو مترو په اوږدوالي، د کندهار په ګډون د هرات، فراه او هلمند له ولایتونو تېرېږي.
جمهورآژانس:کندهار


کد مطلب: 97026

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/97026/

جمهور
  https://www.jomhornews.com