کابل کې د فرانسې سفیر:

د فرانسې نوی حکومت به هم د افغانستان په اړه خپلو ژمنو ته وفادار وي

30 حمل 1396 ساعت 14:57

په کابل کې د فرانسې هېواد سفیر فرانسوا ریشیه وايي، د فرانسې نوی حکومت به هم د افغانستان په اړه خپلو کړو ژمنو ته وفادار پاتې شي.


په کابل کې د فرانسې هېواد سفیر فرانسوا ریشیه وايي، د فرانسې نوی حکومت به هم د افغانستان په اړه خپلو کړو ژمنو ته وفادار پاتې شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ریشیه دغه څرګندونې نن په کابل کې د افغانستان د ملي امنیت شورا محمد حنیف اتمر سره د لیدنې پر مهال کړې دي.
د ملي امنیت شورا نه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دغه لیدنه کې ښاغلي اتمر او ښاغلي ریشیه د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکو، له ترهګرۍ سره پر مبارزې او د پرېکنده ماموریت په چوکاټ کې د ټکنالوژۍ په برخه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د طرفیت لوړولو خبرې اترې وشوې.
سرچینه زیاتوي، کابل کې د فرانسې سفیر په خپلو خبرو کې و ویل، چې فرانسه کې د راروانو ټاکنو وروسته چې کوم حکومت منځ ته راځي هغه به هم د فرانسې په هغه ژمنو عمل وکړي، چې د ورسا او بروکسل په کنفرانس کې له افغانستان سره شوې دي.
د فرانسې سفیر دا هم ویلي، چې هېواد به یې د پرېکنده ماموریت په چوکاټ کې د لومړیتوبو په نظر کې نیولو سره د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 93516

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/93516/

جمهور
  https://www.jomhornews.com