د ایران ولسمشر:

ترهګر د افغانستان، سیمې او نړۍ لپاره خطر دي

23 جدی 1395 ساعت 9:14

د ایران ولسمشر حسن روحاني وايي، ترهګر د افغانستان، سیمې او نړۍ د امن او ثبات له پاره یو ستر ګواښ دی، چې باید مخه یې ونیول شوي.


د ایران ولسمشر حسن روحاني وايي، ترهګر د افغانستان، سیمې او نړۍ د امن او ثبات له پاره یو ستر ګواښ دی، چې باید مخه یې ونیول شوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي روحاني دغه څرګندونې تېره ورځ د ایران پلازمېنه تهران کې د افغان حکومت له اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله سره د کتنې پر مهال کړې دي.
ښاغلي روحاني په خپلو خبرو کې زیاته کړې، چې په افغانستان کې سیاسي ثبات او ملي یووالی د ستونزو د هواري یوازینۍ لار ده او په وینا یې ایران په دې برخه کې له افغانستان سره هر ډول مرستې او همکارۍ ته چمتو دی.
هغه زیاته کړې، چې ایران به د افغانستان د ثبات او ملي یو والي له پاره د هېڅ راز مرستې او همکارۍ نه په شا نشي.
په ورته وخت کې افغان اجرائیه ییس ډاکتر عبدالله له ایران څخه مننه کړې، چې په ډېرو برخو کې یې له افغانستان سره مرسته کړې ده.
باید وویل شي دغه لیدنه پر داسې مهال شوې، چې د ډاکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ د افغان حکومت یو پلاوی د ایران د پخواني ولسمشر هاشمي رفسنجاني د جنازې په مراسمو کې د ګډون له پاره ایران ته تللی دی.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 89989

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/89989/

جمهور
  https://www.jomhornews.com