نواز شریف وايي، د پاکستان برخلیک به بدل کړي

22 اسد 1396 ساعت 13:14

د پاکستان لرې کړای شوی لومړی وزیر نواز شریف وايي، ارام به کېنني او د پاکستان برخلیک ته به بدلون ورکړي.


د پاکستان لرې کړای شوی لومړی وزیر نواز شریف وايي، ارام به کېنني او د پاکستان برخلیک ته به بدلون ورکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې نواز شریف دغه حرګندونې په خپل پلرني ټاټوپي لاهور کې د هغه لاریون ګډونوالو ته وکړې چې له اسلام اباده پیل شوی و او درې ورځې یې دوام وکړ.
نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي«زه به ارام کېننم، موږ به هغه انقلاب کوو چې له مخې به یې له خلکو سره په اسانه او په تېزۍ انصاف کېږي.»
د نوموړي په خبره پاکستان په ۲۰۰ میلیون وګړو پورې اړه لري نه پر هغو محدودو کسانو پورې، چې دی یې له واکه لېرې کړی دی.
نواز شریف د محکمې فیصله هغو رایې ورکوونکو ته سپکاوی وباله، چې ده ته یې په تاکنو کې رایه ورکړې وه.
باید و ویل شي، چې د پاکستان سترې محکمې د جولای په ۲۸مه نواز شریف د اداري فساد په تور له واکه لرې کړ.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 97106

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/97106/

جمهور
  https://www.jomhornews.com