د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټاکنو د لګښتونو نه درلود له امله اندېښنه لري

30 حمل 1396 ساعت 9:21

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون چارواکي وايي، د راتلونکو ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو د لښګتونو د نه درلودلو له امله اندېښنه لري.


د ټاکنو د خپلواک کمېسیون چارواکي وايي، د راتلونکو ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو د لښګتونو د نه درلودلو له امله اندېښنه لري.
د یاد کمېسیون چارواکو ویلي، چې تر اوسه هېڅ بهرنی مرسته کوونکی د دې لګښتونو چمتو کولو ته نه دی چمتو شوی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه کمېسیون د چارواکو په خبره د راتلونکو ټاکنو د ترسره کولو لپاره کلکه اراده لري، خو د بودجې نشتون یې چارې له خنډ سره مخ کړې دي.
د یاد کمېسیون ویاند ګلاجان بدیع صیاد وايي، بهرني مرسته کوونکي د ټاکنو د بودجې د چمتو کولو ژمنې کوي، خو عملاً يې د اقدام څرک نه لګي.
د هغه په وینا د ټاکنيزو حوزو طرحه هم له تېرو دوو مياشتو راهيسې د وزيرانو شورا په غونډه کې تصويبېدو ته په تمه ده.
د اساسي قانون پر اساس بايد د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د ۱۳۹۴ لمریز کال په پسرلي کې، تر سره شوې واي خو دا کار په ټاکنيزو سيستمونو کې د اړينو اصلاحاتو د راتلو په پلمه تر دې دمه ځنډېدلی دی.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 93497

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/93497/

جمهور
  https://www.jomhornews.com