طالبانو له حزب اسلامي سره د سولې په تړاو اړیکه نیولې

25 ثور 1396 ساعت 9:06

حزب اسلامي وایي، د وسله والو طالبانو ځینو غړو د دغه حزب له مشر ګلبدین حکمتیار سره د سولې د خبرو په تړاو اړیکه نیولې ده.


حزب اسلامي وایي، د وسله والو طالبانو ځینو غړو د دغه حزب له مشر ګلبدین حکمتیار سره د سولې د خبرو په تړاو اړیکه نیولې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د حزب اسلامي د مطبوعاتي دفتر مشر قریب الرحمان سعید ویلي دغه اړیکه د وسله والو طالبانو د قطر دفتر له اداره نیول شوې، خو دا چې څه وخت په دې اړه یې څه نه دي ویلي.
سعید زیاته کړې، چې وسله والو طالبانو په وروستيو کې د قطر د دفتر له ادرسه ورسره د سولې په تړاو خبرې کړې دي.
نوموړی وایي، «دا د لوړې کچې خبرې وې او با اختیاره طالب مشران دي.»
حزب اسلامي زیاتوي، چې وسله وال طالبان هم په هېواد کې د روانو ناخوالو د مخنيوي لاره د سولې خبرې اترې بولي او هيله لري، چې د سولې پيل شوې پروسه به مثبتې پايلې ولري.
باید و ویل شي، چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار څو ورځې وړاندې په لغمان، ننګرهار او وروسته په کابل کې د جلا جلا غونډو پر مهال په پرلپسې توګه پر وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې جګړه پرېږدي او د سولې لار خپله کړي.
هغه و ویل، چې په افغانستان کې روانه جګړه پر افغانانو تپل شوې، چې ګټه یې یوازې بهرنیانو ته رسي او قرباني یې افغان وګړي دي.
ښاغلي حکمتیار دا هم و ویل، چې که طالبان وغواړی دی به د هغوی او حکومت تر منځ د سولې د خبرو منځګړیتوب وکړي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 94423

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/94423/

جمهور
  https://www.jomhornews.com