ښايي کابل او اسلام آباد پر سوداګریزه اړیکو غونډه جوړه کړي

19 اسد 1396 ساعت 11:47

افغان او پاکستاني چارواکو د دواړو هېوادونو تر منځ په سوداګریزه اړیکو خبرې اترې کړې او ښايي کابل کې د افغانستان او پاکستان تر منځ په دې اړه یوه غونده جوړه شي.


افغان او پاکستاني چارواکو د دواړو هېوادونو تر منځ په سوداګریزه اړیکو خبرې اترې کړې او ښايي کابل کې د افغانستان او پاکستان تر منځ په دې اړه یوه غونده جوړه شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د سوداګرۍ په تړاو خبرې اسلام آباد کې د افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال او د پاکستان د خزانې وزیر اسحاق ډار تر منځ شوې دي.
دوی دواړو تېره ورځ اسلام آباد کې سره لیدلي او ښاغلي زاخېلوال پر خپله فسبوک پانه لیکلي، چې له اسحاق ډار سره یې پر دوه اړخیزه تجاراتي اړیکو خبرې اترې ګټورې وې.
په ورته وخت کې پاکسستاني رسنۍ وايي، د ښاغلي ډار او ښاغلي زاخېلوال تر منځ راتلونکې میاشت کابل کې د افغانستان او پاکستان د سوداګریز کمېسیون تر منځ په یوه ناسته هم سلا شوې ده.
د پاکستان د مالیې وزیر اسحاق ډار ویلي، چې د دغه ناستې نېټه به د دواړو هېوادونو چارواکي ټاکي.
باید و ویل شي، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د اقتصادي کمېسیون غونډه د ۲۰۱۵ کال د نومبر په میاشت په اسلام آباد کې تر سره شوې وه.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستاني چارواکو په خبره د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګریزه اړیکو پر سر خبرې له تېرو ۲۲ میاشتو راهیسې په تپه درېدلې وې.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 97042

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/97042/

جمهور
  https://www.jomhornews.com