خلیلزاد:

د افغانستان د ټولو ستونزو مور په پاکستان کې د ترهګرو پټنځایونه دي

26 حمل 1396 ساعت 11:16

په افغانستان کې د امریکا د پخواني سفیر زلمي خلیلزاد ویلي، چې د افغانستان د ټولو ستونزو مور په پاکستان کې د ترهګرو پټنځایونه دي.


په افغانستان کې د امریکا د پخواني سفیر زلمي خلیلزاد ویلي، چې د افغانستان د ټولو ستونزو مور په پاکستان کې د ترهګرو پټنځایونه دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې له هندوستانه خپرېدونکې هندو ورځپانې ویلي، خلیلزاد دغه څرګندونې په یوه څېړنیز مرکز کې وروسته له هغې وکړې، چې په افغانستان کې د امریکا له خوا تر ټولو ستر بم وکارېده.
خلیلزاد په خپلو خبرو کې ویلي، چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا اداره دې په پاکستان کې د ترهګرو د پټنځایونو په نښه کولو باندې غور وکړي.
نوموړي د امریکا له خوا تر ټولو ستر بم د کارولو په اړه زیاته کړې« موږ د بمونو د مور په تړاو خبرې کوو، خو د افغانستان د ټولو ستونزو مور په پاکستان کې د طالبانو پټنځي دي.»
د خلیلزاد په خبره که امریکا دغه پټنځایونو ته درناوي کوي نو دا په دې مانا دهو چې د ترهګرو دوام ته اجازه ورکوي.
هغه افغانستان ته د امريکا ملي امنيت سلاکار مکماستر د سفر په اړه ویلي، هيلمن دى چې کله ښاغلى مکماستر له افغانستانه اسلام آباد ته ورشي نو پاکستاني چارواکو ته مخامخ و وايي چې په دغه هېواد کې د اورپکو پټنځي نور د منلو نه دي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 93352

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/93352/

جمهور
  https://www.jomhornews.com