ننګرهار کې ۵۶ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

10 جدی 1394 ساعت 11:45

د افغانستان دفاع وزارت وایي، په ننګرهار ولایت کې د افغان ځواکونو په تازه هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۵۶ تنو داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


د افغانستان دفاع وزارت وایي، په ننګرهار ولایت کې د افغان ځواکونو په تازه هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۵۶ تنو داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه عملیات د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د ننګرهار ولایت په هسکه مېنه ولسوالۍ کې تر سره شوی دي.
د ملي دفاع وزارت له لوري خپره شوې خبرپاڼه وايي، افغان هوايي ځواکونو د هسکې مېنې ولسوالۍ په شیخان سیمه کې داعش وسله وال په نښه کړي.
سرچینه زیاتوي، چې په دغه هوايي بریدونو کې ۲۵ داعش وسله وال وژل شوي او ۳۱ نور ټپیان شوي دي.
په ورته وخت کې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي افغان هوايي ځواکونو تېر ماښام ناوخته د هسکې مینې ولسوالۍ د صندق، شيخا او دیوانه بابا په سیمه کې د داعش پر وسله والې ډلې بمبار کړی.
نوموړي ویلي، چې په دغه بریدونو کې ۲۵ داعش وسله وال وژل شوي ۱۴ تنه ټپیان او دغه راز د هغوی څلور موټر، درنې او سپکې وسلې هم له منځه تللې دي.
د یادونې وړ ده، چې دوه ورځې وړاندې هم افغان هوايي ځواکونو د ننګرهار په اچین او چپرهار ولسوالۍ کې پر داعش وسله والو بمبار کړی و، چې لږ تر لږه ۱۰۰ وسله وال په کې وژل شوي او یو شمېر نور یې ټپیان وو.
جمهور آژانس
معروف سادات:ننګرهار


کد مطلب: 74786

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/74786/

جمهور
  https://www.jomhornews.com