فرانسې د افغان حكومت له وروستيو پالېسيو ملاتړ اعلان كړ

21 ثور 1395 ساعت 10:23

فرانسه د افغان حكومت د وروستيو پاليسيو ملاتړ کوي او په ځانګړې توګه يې د دې ګام هرکلى کوي، چې د دښمن لپاره يې مشخص تعريف رامنځته کړ.


فرانسه د افغان حكومت د وروستيو پاليسيو ملاتړ کوي او په ځانګړې توګه يې د دې ګام هرکلى کوي، چې د دښمن لپاره يې مشخص تعريف رامنځته کړ.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې په كابل كې د فرانسې سفير ژان مېشل مارلو تېره ورځ د افغانستان د ملي امنيت سلاكار محمد حنيف اتمر سره د ليدنې په مهال کړې.
د ملي امنیت شورا له دفتره خپره شوې خبرپاڼه وايي، د ملي امنيت سلاکار په کابل کې د فرانسې سفير ژان مېشل مارلو د ډيپلوماټيک ماموريت د لاسته راوړنو قدرداني وکړه او زياته يې کړه، چې د نوموړي د ماموريت په مهال د افغانستان او فرانسې په اړيکو کې مثبت پرمختګونه لا زيات شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې ښاغلي اتمر له افغانستان سره د اقتصاد، ښوونې او روزنې او نورو برخو کې د فرانسې مرستې ارزښتمنې وبللې او هيله يې وکړه، چې د مارلون تر ماموريت وروسته، چې په نږدې راتلونكې كې پاى ته رسېږي، هم په دې برخو کې د افغانستان او فرانسې همکارۍ دوام ولري.
باید وویل شي، چې په دې ليدنه کې د افغانستان پر روان سياسي او امنيتي وضعيت او په اروپا کې د افغان کډوالو پر حالت هم خبرې وشوې.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 79870

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/79870/

جمهور
  https://www.jomhornews.com