فاریاب کې چاودنې پنځه تنه وژلي دي

22 جوزا 1393 ساعت 8:38

چارواکي وايي، په فاریاب ولایت کې د سړک د غاړې به ماین چاودنه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


چارواکي وايي، په فاریاب ولایت کې د سړک د غاړې به ماین چاودنه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره ورځ د فاریاب ولایت د دولت آباد ولسوالۍ کې د ولسي وګړو په رشکه باندې شوی دی.
د دولت آباد ولسوال عبدالسلام نهضت وايي، چې په دې پېښه کې پنځه تنه وژل شوي او درې تنه نور ټپیان شوي دي.
د هغه په خبره د ولسي وګړو رکشه له سیمې د تېرېدو په حال کې وه، چې د وسله والو طالبانو پر یوه خښ شوي ماین ختلې او چاودنه رامنځ ته شوې ده.
هغه وویل چې په وژل شویو کسانو کې یوه ښځه او دوه ماشومان شامل دي، او دغه راز په ټپیانو کې هم یو ماشوم شامل دی، چې ټول ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.
تر اوسه د دغه پېښې مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخستی.
فاریاب د هېواد په شمال کې هغه ولایت دی، چې وخت ناوخت ترې د ورته پېښو او ناامنیو خبرونه ورکول کېږي.
څو ورځې وړاندې هم په میمنه ښار کې د یوه برید له امله ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
جمهور آژانس: کابل


کد مطلب: 51186

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/51186/

جمهور
  https://www.jomhornews.com