پاکستان له خپلو مدرسو په سلګونو افغان طالبان خپل هېواد ته واستول

18 جدی 1393 ساعت 7:54

پاکستاني رسنۍ وايي، د دغه هېواد حکومت د دیني زده کړو سلګونه افغان زده کوونکي د صوبۍ له بېلا بېلو دیني مدرسو ایستلي او افغانستان ته یې لېږدلي دي.


پاکستاني رسنۍ وايي، د دغه هېواد حکومت د دیني زده کړو سلګونه افغان زده کوونکي د صوبۍ له بېلا بېلو دیني مدرسو ایستلي او افغانستان ته یې لېږدلي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پاکستانۍ رسنۍ وايي، دغه افغان زده کوونکي تېره ورځ د صوابۍ له مدرسو څخه ایستل شوي دي.
پاکستاني رسنۍ وايي، دا خبره د صوابۍ د دارالقرآن پنج پیر د دارلعلوم مشر مولانا محمد طیب طاهري تایید کړې او ویلي یې دي، چې د دې سیمې له مختلفو مدرسو څخه ګڼ شمېر افغان زده کوونکي ایستل شوي او خپل هیواد ته لېږل شوي دي.
د راپور له مخې مولانا طیب طاهري له افغان طالبانو سره د خدای پامانۍ په غونډه کې و ویل چې د دغو افغانانو د لېږلو پرېکړه د مردان د پولیسو د عمومي قومندان (ډي آی جي) محمد سید خان او د صوابۍ د پولیسو د قومندان (ډي پي او) د حکم پر اساس شوې ده.
طاهري همداراز وویل چې ټولو دیني مدرسو او روزنځایونو پرېکړه کړې چې له حکومت سره همکاري وکړي ځکه چې دا د دوی مسوولیت دی چې د امنیتي ستونزو په ختمولو کې د حکومت ملاتړ وکړي.
د پاک تریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې، افغان طالبانو په دې مناسبت په جوړه شوې غونډه کې وویل چې دوی خوشاله دي چې خپل هېواد ته ځي او د عمر ترپایه به هغه څه هېر نه کړي چې په پاکستان کې یې زده کړي دي.
په همدې حال کې د پاکستان حکومت وايي چې په دغه هیواد کې تر ۸ زره زیاتې نا راجستر شوې مدرسې شته او په دې نه پوهېږي چې څوک یې تمویلوي.
ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې د چهارشنبې په ګڼه کې د یوه پاکستاني چارواکي په قول ویلي چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په تازه هلو ځلو کې څرګنده شوه چې د پاکستان په بېلابېلو ایالتونو کې ۸ زره ۲۴۹ داسي دیني مدرسې شته چې نه د پاکستان د دیني مدرسو د چارو د ادارې له لوري ثبت دي او نه د پاکستان د دیني چارو په وزارت کې راجستر دي.
د ورځپاڼې د راپور پر اساس په دغړو غیرقانوني مدرسو کې تر ۳ لکه زیات طالبان زده کړه کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت د دې ایالت په جوماتونو کې د افغان ملاامامانو د نیولو او خپل هیواد ته د استولو پرېکړه کړې وه.
جمهور آژآنس: کابل


کد مطلب: 60663

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/60663/

جمهور
  https://www.jomhornews.com